کابل، د سلواغې ۱۴مهو باختر
د نورستان او بغلان د عامې روغتیا ریاستونو مسوولین وایي، چې په یادو ولایتونو کې په نشه یي توکو د ۴۲ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د نورستان د عامې روغتيا ریاست اړوند د معتادينو شل بستریز روغتون مسوول ډاکتر احسان الله د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په نشه يي توکو ۱۴ روږدي له یوه نیمې میاشتنې درملنې وروسته نن بېرته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
ورته مهال د بغلان د امنیه قومندانۍ له نشه یي توکو سره د مبارزې مدیر ویلي چې د عامې روغتیا ریاست سره په ګډه همغږۍ په نشه يي توکو ۲۸ تنه روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوې دي.
یاده دې شي چې د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې د زرګونو روږدو کسانو درملنه شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.