کابل/ غوايي ۲۲ مه / باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې له ۱۰/۲/۱۴۰۱ څخه تر ۲۱/۲/۱۴۰۱ نېټې پورې یې ټول (۴۲۵,۳۱۲,۳۶۷) څلور سوه پنځه ويشت میلیونه، درې سوه دولس زره، درې سوه اووه شپېته افغانۍ عواید راټول کړي دي.
یاد وزارت وايي، چې د عوايدو راټولولو لړۍ يې په پوره روڼتیا او شفافیت سره روانه ده او هیله مندي ښيي چې په راتلونکو اوونیو کې به يې د عوايدو کچه نوره هم لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د دولتي ادارو د عوايدو کچه ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې ده چې لامل یې په اداراتو کې د فساد مخنیوی او روڼتیا ښودل شوې ده.
افغانمل