کابل/ د غوايي١٩مه/ باختر
د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، چې پرون یې د شبرغان ښار په مربوطاتو کې د يو لړ ځانګړوعملياتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو يوه فابريکه کشف کړې ده.
د جوزجان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير قاري نورالحق باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په يو لړ ځانګړو عملياتو کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو يوه فابريکه کشف او له منځه وړې ده .
هغه وويل چې له دغې فابريکې څخه خوسا مميز او ٣٠ لېتره الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.
د فابریکې په تړاو يو تن هم نيول شوى دى.
\ ذ