کابل/ د کب ١٩ مه / باختر
په بغلان کې به په نوي ښوونیز کال کې د اسلامي امارت د تعلیمي پروګرامونو سره سم د نجونو او هلکانو د ټولو ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شي.
د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمد نور عزیزي وايي، په نوي ښوونیز کال کې به د نجونو د ۴۸ ښوونځیو په ګډون ۵۶۷ ښوونځي پرانیستل شي.
عزيزي د بغلان د پوهنې لويه ستونزه د درسي کتابونو کمښت او د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى وباله او زياته يې کړه، چې له دې جملې ٢٨٨ يې ودانۍ لري او د ٤٢ ديني مدرسو په ګډون ٣٢١ نور ښوونځي ودانۍ نه لري.
د بغلان د پوهنې رييس بغلان ته د پوهنې وزارت د سرپرست سفر د دغه ولايت لپاره له لاسته راوړنو ډک وباله. هغه د دیني مدرسو د ستونزو اوارول او پر بې کوره ښوونکو د استوګنې د ځمکو وېش د یاد سفر لاسته راوړنې یادې کړې.
\ ذ