٢٥- کابل/ د کب ٣مه / باختر
د روزګان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د يو سوداګر د وژنې د عاملانو د نېولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
دغه سوداګر پرون ناوخته د روزګان د خاص روزګان ولسوالۍ په عمومي واټ کې ناپېژاندو وسله والو په ډزو وواژه.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه سوداګر له غزني روزګان ته د تجارت لپاره تللى و.
د روزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا محمد آصف باخترآژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو د دې سوداګر د وژنې د عاملانو د موندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
\ ذ