کابل/ د وږي١٢مه / باختر
د کونړ امنيتي مامورانو پاکستان ته د چارتراش لرګيو د قاچاقو مخه ونيوله.
د دغو لرګيو د قاچاقو په تور دوه کسان نيول شوي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ نيول شويو کسانو غوښتل په يو باروړونکي موټر لسګونو چارتراش لرګي پاکستان ته قاچاق کړي چې ونيول شول.
د کونړ والي حاجي محمد عثمان ترابي باخترآژانس ته وويل: له نيول شويو کسانو څخه په لسګونو چارتراش لرګي ترلاسه شوي دي.
هغه وويل: دوى به په کلکه د ځنګلونو دغوڅولو او پاکستان ته دهغو د قاچاقو مخه ونيسي.
\ ذ