کابل/ د غويي٧ مه / باختر
نهه وسله وال طالبان تېره شپه د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په هوايي بريد کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال د باخترآژانس خبريال ته وويل: د هېواد هوايي ځواکونو د هرات د پښتون زرغون ولسوالۍ د زاړه بازار په سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوې غونډې بريد وکړ چې په پايله کې ٩ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٣ نور ټپيان شول.
په دې هوايي بريد کې د وسله والوطالبانو وسلې او مهمات هم له منځه يووړل شول.
پاى / اشرفي /
1 د یوې دقیقې څخه لږ