کابل/د غويي ٥مه /باختر
په ننګرهار کې د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړولو سره د يو ښوونځي څه دپاسه زرو زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسې پيدا کړ.
د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د اوبو رسولودغه شبکه د سره رود ولسوالۍ د کټه پور ولسوالۍ لپاره جوړه کړې ده .
د ننګرهار د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا رياست يومسوول وويل چې د دغې شبکې په جوړولو سره د نجونو اوهلکانوپه ګډون د دغې ليسې زده کوونکي د لومړى ځل لپاره د څښاک پاکواوبوته لاسرسې پيداکړ.
د کليو د بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د دغې شبکې د جوړولو لپاره نږدې يوميليون افغانۍ لګولي دي .
ختم-ج – ١
4 د یوې دقیقې څخه لږ