ټولنه

په هرات کې د زرګونو جريبه دولتي ځمکې دغصبولو مخه ونيول شوه .

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣
دهرات ولايت دځمکه والې د ادارې مسوولينو د اوولس زره پنځه سوه لس جريبه ځمکې دغصبولو مخه ونيوله.
ددغې ادارې سرپرست د رپوټ ورکولو په غونډه کې ددغې ځمکه والې د ادارې دتيرکال پروګرامونه بيان کړل او ويې ويل چې يو زرو درې سوه يوپنځوس جريبه ځمکه تصفيه شوې ده .
ددغې ادارې دتيرکال ټول عوايد اووه ويشت مليونه څلور اتيا زره افغانۍ او اته زره شپږ سوه کيلوګرامه غنم وښودل دوړاندې شويو شميرنو له مخې همدا اوس په هرات کې څلور زره پنځه پنځوس جريبه دولتي ځمکه په اجاره ورکړ شوې ده .
په هغه رپوټ کې چې ددغو مسوولينو له خوا وړاندې شوه همدا اوس په هرات ولايت کې پنځه سوه دولس زره درې سوه اووه څلويښت جريبه للمي ځمکه ، يو مليونو اووه سوه يوولس زره يو سلو دوه څلويښت جريب دولتي ځمکه ، څړځايونه او وقفي ځمکې شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته