تالقان باختر دزمري دمياشتې ١٠ :
د تخار ولايت د دشت قلعه په ولسوالۍ کې نن د خالد بن وليد د لومړني ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار پيل شو.
د دشت قلعه ولسوال قيوم قانع د باخترآژانس خبريال ته وويل چې دخالدبن وليد دلومړني ښوونحي ودانۍ د دغې ولسوالۍ په تاجک قشلاق کلي کې د پوهنې وزارت له بودجې څخه د ١٦ ميليونو ٨٠٠ زرو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په يوه کال کې جوړيږي .
ده وويل: اوس د دغه ښوونځي څه ناڅه ٤٠٠ تنه زده کوونکي په پرانستې فضا او تر سوځنده لمر لاندې په زده کړې بوخت دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ