کابل باختر دکب پنځلسمه :
دغبار _ ٧ په نامه دامنيتي ځواکونو دعملياتوپه دوام هم پرون دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دامنيتي ځواکونو دغبار- ٧ په نامه ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې دکاپيسا ولايت دتګاب ولسوالۍ دجنوب او شمال په مربوطاتو کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددريمې پلې لوا دقوماندانۍ له خوا ترسره شول دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول . دغه راز ددولت مخالفينو دوسايطو ضد يو ماين چې دننګرهار ولايت دبټي کوټ ولسوالۍ دچوک سرګردان په ساحه کې ځاى پرځاى کړي و کشف او شنډ کړ .
1 د یوې دقیقې څخه لږ