کابل باختر دسلواغې اوولسمه :
دهېواد په ځينو ولايتونوکې دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتوپه بهير کې پرون ٥٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبر ورکړ. دغه عمليات دخلکو دسراو مال دساتنې او د ډار اچوونکو دځپلو په مقصد دهېواد په بيلابيلو سيموکې ترسره شول چې دحکمت الله په نامه دوسله والو طالبانو يوسيمه ئيز قوماندان هم په وژل شويو کسانو کې شامل دى .
دهېواد ددفاعي او امنيتي ځواکونو دغه عمليات دهېواد دهوايي او توپچي ځواکونو په ملاتړ دکاپيسا ، لوګر ، غزني ، قندهار ، هرات ، فارياب او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول .
دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دقندهار ولايت دغورک په ولسوالۍ کې دحاجي ابراهيم په نامه يو قاچاق وړونکي ونيول شو او دنشه يي توکو دتوليد يوه کارخانه ، ١٥٠ کيلوګرامه اپين ، دوه بورى چرس او دوه موټرسايکلونه کشف او په ساحه کې وسوځول شول .
7 1 دقیقه لوستل