کابل باختر دمرغومي ديرشمه :
دنوروز دجشن دنمانځلو د کميسيون غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر دمعين پوهاند محمد رسول باوري په مشرتابه جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دغونډې په پيل کې پوهاند باوري دنوروز دجشن دتاريخي جرړې په باب لنډه وينا وکړه او له کميسيون څخه يې وغوښتل چې نوروز له نورو مسايلو سره اړونده نه کړي .
دغونډې په پاى کې ګډون کوونکو په اجندا کې دشاملو موضوعګانو په باب خبرې وکړې او په هر مورد کې تصميمونه ونيول شول .
ختم_شکريه_ اکرم