جلال اباد باختر د غبرګولي د میاشتې ۲۱ مه
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې په دغه برید کې درې تنو بریدګرو برخه اخیستې چې يوه یې په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه خو دوه تنه نوريې د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې دغه برید نن سهار لس بجې د ننګرهار د پوهنې په ریاست شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې برید د دريو تنو بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسیدلی او ملکي وګړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې .
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ