کابل باختر د غبرګولې د میاشتې ۳مه:
د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو۲۴ساعتونو کې۱۰ ګډ تعرضي او چاڼیز،۸۱ځانګړي کوماندویي عملیات او اته هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او مرکزونو ، د هیواد په بیلابیلو سیمو کې په لاره اچولي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۹۲ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه تر سره کړي دي چې له امله یې د طالبانو د یو تن سیمه ییز قوماندان په ګډون ۶۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي .
دملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، غزنی،ارزګان، زابل ، فراه ، غور، بلخ، فاریاب سمنګان، بغلان او دهلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شوي دي.
دغه راز په دغو عملیاتو کې د دښمن د ماین جوړولو یوه کارخانه له منځه وړل شوې ده .