کابل باختردکب دمياشتې٢٢ نيټه :
په کونړ ولايت کې د نويو هوايي بريدونو په بهيرکې لس تنه ډاراچوونکي ووژل شول.
په دغو ډاراچوونکو تيره شپه په شلتن و لسوالۍ کې بريدونه وشول .
د هېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل چې د بې پيلوټ الوتکو په دغو بريدونو کې لس تنه ډاراچوونکي ووژل شول او د هغوى دوه مرکزونه ويجاړ کړاى شول.
د وروستۍ يوې مياشتې په بهيرکې په سلګونو تنه ډاراچوونکي دکونړ ولايت په شلتن ولسوالۍ کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو په بهيرکې وژل شوي دي.
دغه راز پوځيانو په کونړولايت کې د وسله والو طالبانو د وسلو او مهماتو د دريو ډيپوګانو په کشفولو بريالي شول .
له دغو ډيپوګانو څخه چې په شلتن ولسوالۍ کې کشف شوي دي په لسګونو سپکې او درندوې وسلې هم ترلاسه شوي دي. پاى ج ذ