جلال آبادباختردتلې دمياشتې٣٠نيټه :
د هېواد په ختيځ کې په لسګونو تنه له ډار اچوونکوسره ډلو سره د غړيتوب په تور ونيول شول.
دغه کسان د پراخو پوځي عملياتو په بهيرکې د ختيځ ننګرهار ولايت د اچين، نازيان، هسکې مينې، خوږياڼيو، پچيراګام او بټي کوټ له ولسواليو څخه نيول شوي دي.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرحمن رحيمي باختر آژانس ته وويل چې دوى د يو لړ پوځي عملياتو په بهيرکې ٧٤ تنه د داعش او طالبانو په تروريستي ډلوکې د غړيتوب په تور نيولي دي.
ده وويل: په دغو پوځي عملياتوکې په لسګونو جنګي وسايل لکه توغندي ويشتوونکي، بمونه او له ځانه جوړ شوي ماينونه ترلاسه کړي دي.
ويل کيږي په دغو عملياتوکې سرتيرو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل