پيجينګ باختر دثور ٢٤:
ديوکمربند _ يو واټ په نامه دوريښمو لارې دنړيوالې همکارۍ کنفرانس نن سهار دچين دولسي جمهوريت دجمهور رييس شي جين پينګ په وينا سره پيل شو .
په دې غونډه کې چارواکو، څيړونکو ، کارپوهانو ، مسوولينو اوزيات شمير مشرانو او له ١١ هېوادونو او سيمو څخه دوه سوه تنو استازو او دغه راز دشپيتو سازمانونو استازو پګې ګډون درلود .
دچين دولسي جمهور رييس (شي جين پينګ) ددغه کنفرانس دپرانستلو په مراسمو کې په خپلو خبرو کې دوريښمو لرغوني واټ دبشر ارزښتناک ميراث وباله چې په هغه کې همکارۍ ، سوله ، ازادي ، زده کړه متقابله روزنه اوګډې ګټې پکې شته .
ده وويل :دنړۍ داقتصاد پراختيا نوى محرک ځواک ، هراړخيزو او برابرو ګټو ته اړتيا لري او دزياتو ګټو او لږو ګټو طبقو ترمنځ واټن راکم شي .
دچين مشر دغه راز دنړۍ په ځينو سيموکې پرله پسې ناارمي دتروريزم چټکه پراختيا او دسولې اوپراختيا دهدفونو دتحقق لپاره دکارنيمګړتيا هغه ستونزې وبللې چې ټول بشريت ورسره مخامخ دى .
شي جين پينګ وويل: په تيرو څلورو کلونوکې ديوکمربند – يو واټ په نامه ديو پيشنهاد له وړاندې کولو وروسته څه دپاسه سلو هېوادونو خپل ملاتړ اعلام کړ اويا يې په خپله په دغو اړوندوفعاليتونوکې برخه اخستې ده .
ديادونې وړ ده دملګروملتو دسازمان عمومي منشي دنړيوال بانک رييس او دغه راز دپيسو نړيوال صندوق استازي او دهېوادونو ٢٨ تنه مشران ددغه دوه ورځنى کنفرانس ځانګړي ميلمانه دي .
چين غواړي ددغه ستر کنفرانس دجوړولو له فرصت څخه په استفادې سره چې دزياترو هېوادونومشران او مقامونه پکې برخه لري دوريښمو د نوي لارې دبنسټيزو طرحو داجرا لپاره يو مناسب بنسټ برابر کړي .
دنړيوالې همکارۍ پياوړتيا او په ګډه دوريښمو دلارې جوړول ددغه نړيوال کنفرانس موضوع ګانې دي .
1 1 دقیقه لوستل