کابل باختردلړم دمياشتې ٢٠ :
د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا د سمنګان ولايت لپاره نومول شوى والي تيره شپه په جوزجان ولايت کې د دوى د افرادو په نښته کې ووژل شو.
د جوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني د باخترآژانس خبريال ته وويل: د جوزجان ولايت د فيض آباد او آقچې په ولسواليوکې د وګړني پاڅون په ځواکونو د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريدکې دسمنګانو ولايت لپاره نومول شوى والي له شپږو تنو افرادو سره يې ووژل شو .
د جوزجاني د څرګندونوله مخې: د دغې نښتې په بهيرکې درې تنه ملکي وګړي د فيض آباد په ولسوالۍ کې ټپيان شول .
دسمنګانو ولايت لپاره د طالبانو په نومول شوي والي په سمنګانو او جوزجان کې د لسګونو خونړيو تروريستي پيښو تور لګول شوى دى.
0 1 دقیقه لوستل