کابل باختر دوري پنحه ويشتمه :
په لغمان ولايت کې يوپوځي دماين دچاودنې له امله شهيد شو .
په دې پيښه کې چې پرون ناوخته په دولت شاهي ولسوالۍ کې رامنځته شوه دوه تنه نور پوځيان ټپيان شول .
دلغمان ولايت يو پوځي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې يوپوځي شهيد او دوه تنه نور پوځيان ټپيان شول .
ده وويل: دغه پوځيان په ګزمه بوخت و چې ماين وچاوديد . دغه پوځي مسوول وسله وال طالبان ددغه ماين ښخونې مسوول وبلل او ويې ويل چې ددغې پيښې دعاملينو د پيژندولو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ