کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
په فارياب ولايت کې ديوې ځوانې ميرمنې سرغوڅ کړى شو .
پوليس وايي چې ددغې پنځه ويشت کلنې ميرمنې سرتيره شپه دخواجه سبز پوش ولسوالۍ په ينګي قلعه کلي کې ددوى په کور په مرموز ډول غوڅ کړى شوى دى .
ددغې ميرمنې دميړه کورنۍ وايي چې ددغې ميرمنې سر دناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا غوڅ کړى شوى دى .
دفارياب ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې هغوى ددغې ځوانې ميرمنې ميړه اوخسر نيولي دي
تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه ده روښانه شوې .
پوليس وايي چې په دې برخه کې څيړنې اوپلټنې پيل شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ