کابل باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام
په ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد يو مطرح داستان ليکوونکى او دولتي چارواکى عبدالکريم ميثاق دهغې ناروغۍ له امله چې ورپيښه شوې وه دغربت په ټاټوبي کې وفات شوى دى .
ارواښاد عبدالکريم ميثاق چې دماليې دوزير او کابل ښاروال په توګه هم دنده ترسره کړې ده دافغانستان يو سابقه لرونکى فرهنګي اوليکوال و .
ده دخپل عمر زيات کلونه ليکوالۍ ته وقف کړل او دافغانستان دفرهنګ او ادبياتو دپرمختګ په لاره کې يې هلې ځلې وکړې ، د ده خدمتونه دقدر وړ او مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب دده کورنۍ او دوستانو ، ليکوالو او دهېواد فرهنګي ټولنې ته وړاندې کوم او دلوى خداى ج له دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې داجر او صبر هيله کوم .
0 1 دقیقه لوستل