کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٩ :
د کابل ښار په اتمې ناحيې پورې اړوند د قلعچې يو شمېر اوسيدونکو نن د مشرانو جرګې له دويم نايب ډاکتر محمد آصف صديقي سره په کتنه کې د دغې سيمې د ګذر په وکيل د خلکو د ځورونې، بډې اخيستنې، د ځمکې له غاصبانو سره د همکارۍ او له غيرمسوولو وسله والوکسانو سره د ملاتړ تور ولګاوه او د ده په ګوښه کولو باندې يې ټينګار وکړ.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې ډاکتر صديقي وويل چې په دې برخه کې د دوى شکايتونه به دکابل ښاروالۍ له مسوولينو سره طرحه او تعقيب به يې کړي.
دغه راز د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ او د ژوندانه د چاپيريال د کميسيون رييسې سناتورې طيبې زاهدي د يوشمېر سناتورانو په شتون، د هرات ولايت د ښځو د ټولنيزو خدمتونو د دفتر ستاين ليک د ډاکتر محمد آصف صديقي د پارلماني کړنو د درناوي په خاطر ده ته ورکړ او د دغه دفتر له خوا يې د برياليتوب هيله ورته وکړه.
0 1 دقیقه لوستل