کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
څلور تنه وسله وال طالبان تېره شپه په ننګرهار ولايت کې د ناټو د هوايي بريد له امله ووژل شول.
د ننګرهار ولايت دلعل پورې ولسوالۍ يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو طالبانو چې په خپل پټنځي کې د يو لړ تروريستي بريدونو په طرحه کولو بوخت وو، بريد وشو او ووژل شول.
ويل کيږي په دې هوايي بريدکې د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ