کابلباختردسلواغې دمياشتې ١ :
يوشمير وسله وال طالبان پرون دغزني ولايت په مربوطاتو کې دملي اردو دخاصو ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دغو عملياتو کې چې دغزني ولايت داندړو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو له شتون څخه دناامنو سيمو دپاکولو په مقصد ترسره شول ، يوشمير وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمير نوريې ټپيان شول او دسپکو او درندو وسلو يوه اندازه مهمات هم ترلاسه شول.
ديوبل خبرله مخې : دملي اردو ځواکونو پرون دوسايطو ضد اتلس ماينونه چې دنوي دوسله والو مخالفينو له خوا دهېواد په بيلابيلوسيمو کې ښخ کړاى شوي ، کشف اوشنډکړل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ