دباختر اطلاعاتي اژانس دپرس تي وي دخبري سايت دڅرګندونو له مخي خبر راکړ دايران دبهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي له تهران څخه المان روان شو . ټاکل شوې ده دى دافغانستان دراتلونکي په باب دبن په دويم کنفرانس کي چې سبا په المان کې جوړيږي ګډون وکړي .
په دې کنفرانس کې به دملګرو ملتو دسازمان د استازو په ګډون سربيره دنړۍ دهيوادونو نوي تنه استازي برخه واخلي .
دغه نړيوال کنفرانس به په افغانستان کې دثبات دتينګښت لپاره چې دجګړي له څوکلن بحران سره مخامخ دي ديوې ستراتيژي په طرحه کولو کې مرسته وکړي .