کابل / د زمري ٢مه /باختر:
دوه تنه وسله وال طالبان په جوزجان ولايت کې ونيول شول .
دغه وسله وال طالبان پرون ناوخت د فيض اباد ولسوالۍ د شيشه خانې په کلي کې د ملي اردو د اکمالاتو پر کاروان د بريد نيت درلود چې ونيول شول .
د هېوادپه شمال کې د شاهين قول اردو د رسنيو دفتر د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې دغه دوه تنه وسله وال طالبان د پوځيانو د اکمالاتي کاروان د لارې پرسر کمين نيولي و . چې سرتيرو هغوى ونيول .
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي .
ختم _ ج _اکرم