سیاست

استراليا له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکوي

کابل باختر دکب شپږمه :
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په کابل کې د استراليا له سفير جان فيلپ  سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: دواړو لورو د افغانستان او استرالياترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو، دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو لپاره دتيارى، د سولې د بهيراو دافغانستان وسله وال پوځ  ته د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې، له ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته له افغانستان سره د استراليا د مرستو د دوام، دمعنوي مالکيت د نړيوال سازمان د رياست د ترلاسه کولو لپاره داستراليا له نوماندى سره دافغانستان د ملاتړ، دپانګې اچونې په برخه کې د دواړو هيوادونو د سوداګرۍ د خونو ترمنځ د همکاريو، د استراليا او د آسيا د جنوب د بين الپارلماني ډلې د سفرونوپه دوام استراليا ته د افغانستان د پارلمان ديو شمېر وکيلانو د سفر او د بهرنيوچارو وزارت کارکوونکو ته د ډيپلوماسۍ د اساساتو د زده کړې لپاره د تحصلي بورسونو د ورکولو لپاره داستراليا د همکارۍ په ګډون د بېلابېلو موضوعګانو په باب اوږدې خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين ارشاد احمدي د نړيوالو سوله ساتو پوځونو په چوکاټ کې د استراليايي سرتيرو د شتون له لارې د امنيت دتامينولو په برخه کې  ددغه هيواد د مرستو او په ارزګان ولايت کې د دغه هيواد دبيا رغونې د ټيم د فعاليتونو له امله قدرداني وکړه او دافغانستان له خلکو سره يې د دغه هيواد دمرستو په دوام باندې ټينګار وکړ.
په کابل کې د استراليا سفير د افغانستان له خلکو سره ددغه هيواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ويي ويل چې د توکيو او شيکاګو په کنفرانسونوکې داستراليا د ژمنې له مخې دغه هيواد به  د افغان امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره له ٢٠١٥ ميلادي کال څخه تر ٢٠١٨ کال پورې کال په کال سل مليونه ډالره د افغانستان د دولت په واک کې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته