کابل باختردزمري دولسمه :
په هرات کې دفوټبال ددويم لاس سياليو نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ .
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا دباختر آژانس خبريال ته وويل دهيواد اودآزادي ټيمونو لوبه ددريو په وړاندې په دريو سره برابره پاى ته ورسوله .
دغه سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په وام يې سبا دباختراو دفيروزي ټيمونه لوبه کوي .
ديوبل خبر له مخې :دهرات دباسکتبال دمنتخب ټيم ورزشکاران دملي ټيم په انتخاباتي سياليو کې دګډون په مقصد کابل ته راورسيدل .
ټاکل شوې ده دغه سيالۍ په نږدې راتلوونکى کې په کابل کې پيل شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ