کابل باختر د وږي پنځمه :
د انرژي اواوبو وزارت دوه تنه کارکوونکي نن د وسله والوطالبانو له خوا په بغلان ولايت کې وتښتول شول.
دبغلان ولايت د تاله اوبرفک ولسوالۍ امنيه قوماندان او سرپرست څارمن کريم داد باخترآژانس ته وويل چې نن د دولسم نيمو بجو په شاوخواکې ددغو دوو تنو کارکوونکو د سپرلۍ موټر دتاله اوبرفک ولسوالۍ په يوه اړونده سيمه کې د وسله والوطالبانو له خوا ودرول شو او سپرلۍ يې له ځان سره بوتلې.
ديادونې وړ ده چې دوه اوونۍ مخکې په همدې ساحه کې دکانونو وزارت درې تنه انجنيران د سپرلۍ له موټرچلوونکوسره يې دانسان تښتوونکو له خوا وتښتول شول چې يو تن يې وروسته خوشې شو او دوه تنه نوريې لاتراوسه پورې دانسان تښتوونکو په بندکې دي .
څارمن کريم داد زياته کړه چې د تاله اوبرفک ولسوالۍ پوليسو د پلټنې عمليات پيل کړي دي، خو تراوسه پورې د هغوى د برخليک په باب معلومات نه دي ترلاسه شوي.
0 1 دقیقه لوستل