کابل باختر د سلواغي څلورمه :
يو ځانمرګى يرغلګرچې غوښتل يې په سرپل ولايت کې په پوځيانو بريد وکړي؛ ونيول شو.
دغه يرغلګر پرون دکوهستاناتو په ولسوالۍ کې مخکې له دې چې ځان د پوځيانو دکاروان په وړاندې وچوي؛ د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شو.
د سرپل ولايت د پوليسو يوه مسوول باخترآژانس ته وويل چې نيول شوي ځوان اوولس کلن دى او د لومړيوتحقيقاتو له مخې: دى له پاکستان څخه په سرتيرو په بريدګومارل شوى و.
1 د یوې دقیقې څخه لږ