کابل باختر دورې دمياشتې ٦ :
د ملګروملتو سازمان وايي: د افغانستان د انتخاباتو د نتيجو د اعتبار ورکولو لپاره د نړيوالوکتوونکو شتون ضروري دى.
باخترآژانس د نړيوالو خبرځايونوله خولې خبر راکړ: د ملګروملتودسازمان د سرمنشي مرستيال وايي چې په ښه توګه د انتخاباتو د ترسره کولو او دتقلب د مخنيوي لپاره دې ته اړتيا ده چې کورنى او بهرنى کتوونکي د افغانستان د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو بهير وڅاري .
له بلې خوا هم دى زياتوي چې افغانستان بايد په ښه توګه د را روانو انتخاباتو د ترسره کولو په باب نړيوالو ته يو مثبت تصوير وښيي.
په همدې حال کې د افغانستان لپاره د اروپا د اتحاديې دکتوونکو رييس ددغې اتحاديې دکتوونکو د وتلو لپاره هر راز آوازې ردوي .
دى وايي: موږ هيڅ راز خطر نه احساسوو. له دې امله هېڅ علت نه وينوچې له افغانستان څخه ووځو.
د ده دڅرګندونوله مخې: موږ په داسې ځاى کې يو چې امنيت مو تامين دى او خپل کتوونکي نورو سيموته استوو او په دې پوهيږو چې انتخابات د افغانستان خلکوته برخليک ټاکوونکي دي او باور لرو چې خلک د دغو انتخاباتو هرکلي کوي.
1 1 دقیقه لوستل