سیاست

جمهوررئیس غني د کانونو په سکتور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه وارزوله

کابل_باختر د لړم د مياشتې١
د کانونو په سکتور کې د اصلاحاتو او مدیریت د لارې نقشه د کانونو او پترولیم وزارت رهبرۍ پرون مازدیګر د افغانستان د اسلامي جمهوریت  جمهور رئیس محمداشرف غني سره شریکه کړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په ارګ کې په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کانونو او پترولیم وزارت رهبرۍ د افغانستان د کانونو د مدیریت په اړه معلومات ورکړل څرګنده یې کړه چې دا د لارې نقشه د کانونو د سکتور ستونزې لري کوي او له کانونو څخه د ناسمې ګټه اخیستنې مخه به ونیسي.
د کانونو وزارت مسوولینو دې ته په اشارې چې دا د لارې نقشه کولای شي راتلونکو نسلونو ته هوسا راتلونکي تامین کړي، زیاته کړه چې د یادې لار نقشې په پلي کولو سره به د افغانستان کانونه په شفاف ډول مدیریت شي.
هغوی دغه راز زیاته کړه، په یاده لار نقشه کې پنځه عمده اصلونه د ادارې اصلاحات او پرمختیا، مدیریت او جیولوژيکي معلومات، د قانون مطابق د تړونونو مدیریت، شفاف او حساب ورکوونکی مدیریت او دغه راز د پانګونې لپاره د شرایطو برابرول شامل دي چې په دوه مرحلو (دوه کلن او پنځه کلن) کې په نظر کې نېول شوي.
د هېواد جمهوررئیس د هېواد د کانونو د مدیریت خدمتونو د لارنقشې له وړاندې کولو مننه وکړه او هغه یې د افغانستان د کانونو د سکتور د وضعیت د ښه والي لپاره ښه پیل وباله. هغه زیاته کړه: اړتیا ده د دې لارنقشې د پیاوړتیا لپاره د کانونو د متخصصینو له نظریاتو څخه ګټه واخیستل شي.
جمهوررئیس په دې بهیر کې د زیربنایي سکتور وزارتونو پر داخلولو ټینګار وکړ وې ویل، په راتلونکو غونډو کې به له اړوندو وزارتونو سره په دې اړه جزئیات شریک شي، تر څو د نظریاتو په شریکولو سره د کانونو د سکتور پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.
جمهوررئیس محمداشرف غني د کانونو د دې شفاف مدیریت په تطبیق سره د افغانستان د کانونو راتلونکي ته خوشبیني څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې باید د کانونو د اصلاحاتو د مدیریت دا لارنقشه عملي بڼه غوره کړي او د هېواد د کانونو په سکتورکې پام وړ اصلاحات رامنځته شي. #
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته