کابل/ د وري ۲۴ مه/ باختر
د کورنیو چارو وزارت د مقام دفتر رییس مولوي زین الله “عابر” د پخوانۍ ادارې له یو شمیر افسرانو سره په کتنه کې وویل چې له عمومي عفوې وروسته هیچا ته د تېرو ګناهونو جزا نه ورکول کېږي.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ مولوي زین الله “عابر” بهر ته تللو افغانانو وغوښتل چې د پردیو په خبرو دې نه غولېږي او په ډاډه زړه دې له اسلامي امارت سره اوږه پر اوږه خدمت کولو ته را ودانګي.
په کتنه کې د تېر حکومت یادو افسرانو هم ډاډ ورکړ چې په پوره صداقت سره به د اسلامي امارت په چوکاټ کې هېواد ته خدمت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلام امارت لوړ پوړو چارواکو په وار وار ویلي چې له عمومي عفوې وروسته هیچا ته په سپکه سترګه نه کتل کېږي.
عبدالمتين افغانمل