ورزش

د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي د کمښت د جام په نامه د والېبال سيالۍ ترسره شوې

کابل / د کب ۲۳مه / باختر
د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي د کمښت د جام تر نامه لاندې په بغلان کې د ښځينه ټيمونو ترمنځ د والېبال سيالى ترسره شوې.
د بغلان د ورزشي آمريت مرستيال محمد عثمان شېرزي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيالۍ د بغلان ورزشي آمريت د ټولنې د سوکالۍ لپاره د مجتمع دفتر او د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي د بندولو ائتلاف د مشارکت دفتر په همکارۍ د ښځو پرخلاف تاوتريخوالي د کمښت په موخه د بغلان په ورزشي جمنازيوم کې ترسره کړې.
هغه زياته کړه: د معدن د نجونو لېسې او د پلخمري ښار د دويم لمبر لېسې ټيمونو لوبه وکړه چې د معدن د نجونو لېسې د والېبال ټيم د صفر په وړاندې په درېو سره لوبه وګټله.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته