خبرونهټولنهTOP

۳۵۰ زره یتیمان؛ اتیا سلنو ته یې مرستې رسېدلې دي

 کابل، د مرغومې ۲مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمجید اخند سمنګانو ولایت ته د سفر پر مهال  دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره په خبرو کې ویلي، چې اوس مهال د ټول هېواد په کچه ۳۵۰ زره یتیمان، ۹۰ زره کونډې او ۱۸۱ زره معلولین له دغه وزارت سره ثبت دي، چې له ډلې یې ۸۰ سلنو له دغه وزارت څخه میاشتېنۍ مرستې ترلاسه کړې دي.

سمنګانو کې د باختر اژانس خبریال وایي، سرپرست وزیر سمنګاني یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د نقدي مرستو د ورکړې او له دغې پروسې څخه د نظارت په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی.

نوموړي د تېرې پنج شنبې په ورځ د سمنګانو له ولایتي چارواکو او مسولینو سره لیدلي او مستحقو کسانو ته د مرستو د رسولو په برخه کې یې پر شفافیت ټینګار کړی دی.

ملا عبدالمجید اخند د دغه سفر په ترڅ کې له یو شمېر معلولینو او یتیمانو سره مرستې هم کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته