امنیت

دافغانستان په جنوب کې دوسله والو طالبانودډلې دزرګونو کيلوګرامو چرسو کشفول.

کابل باختردزمري دمياشتي ٦ :

ناټو وايي  چې دافغانستان په جنوب کې دوسله والو طالبانو دنشه يي توکو يوه ستره زيرمه يې ترلاسه کړې ده.

ويل کيږي له دغې زيرمې څخه  نږدي څلويښت زره پنځه سوه کيلوګرامه چرس ترلاسه شوى دى .

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره وايي چې دوسله والو  طالبانو دنشه يي توکو دغه ستره زيرمه  ددهراودولسوالۍ له مربوطاتو څخه دافغان او بهرنيوځواکونو دعملياتو په بهير کې کشف شوې ده .

دخبرپاڼې دمعلوماتوله مخې، ترلاسه شوي نشه يي توکي په سيمه کې دناټود ځواکونوله خوا له منځه وړل شوي دي .

وسله وال طالبان په افغانستان کې دنشه يي توکوسترتوليدونکي اوصادرونکي  بلل کيږي .

دغه ډله  په پاکستان کې له ځينو کړيو څخه دمالي ملاتړ په ترلاسه کولو برسيره خپل ځيني لګښتونه  دنشه يي توکو دتوليد اوقاچاقو څخه ترلاسه کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته