کابل / د کب ۱۸ مه / باختر
په جوزجان کې د ځوانانو فکري بنسټ مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې په موخه د دغه ولایت له عامه کتابتون سره ۶۵۰ ډول ډول کتابونو مرسته وکړه.
د جوزجان یومدني فعال عبدالمالک رستمي باخترآژانس ته وویل چې هرهېواد د لیک لوست له لارې پرمختګ کوي. هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه چې زده کړو ته مخه کړي.
رستمي له مدني فعالانو او ځوانانو څخه وغوښتل چې د مطالعې فرهنګ د ودې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
ع