سیاست

سرور دانش دميچيد له روغتيايي ټولنې سره وکتل

کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
دجمهوري رياست سرپرست قانونپوه سرور دانش  وويل  په نوي حکومت  کې په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسبري لپاره جدي اقدامات دکار په لارښود کې ځاى لري .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته  خبر ورکړ :
دجمهوري رياست سرپرست قانونپوه سرور دانش په هغې کتنه کې چې دميچيد له روغتيايي ټولنې سره يې لرله ټينګار وکړ چې دملي وحدت په حکومت کې  په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسبري لپاره  جدي اقدامات دکار په لارښود کې ځاى لري  او هڅه او  هاند کيږي چې په دې برخه کې اوسني ناخوالې  او نيمګړتياوې  له منځه لاړې شي .ده وويل : په څه دپاسه يوه لسيزه کې خلکو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو لپاره زيات اقدامات  شوي  دي خو دغه اقدامات کافي نه دي او بايد  په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسبري په لاره کې  جدي تدبيرونه ترلاس لاندې ونيول شي .
دجمهوري رياست سرپرست په دولتي ادارو په تيره بيا دروغتيا په سکتور کې   دظرفيت په لوړولو باندې ټينګار وکړ او ويې ويل  : له اساسي قانون سره سم
په روغتيايي خدمتونو دخلکو دلاسبري په برخه کې  دخدمتونو تامينول  ددولت  له مکلفيتونو څخه دي او داړوندو ادارو پياوړي کول  ددغو هدفونو په تحقق کې دافغانستان له دولت سره مرسته کوي .په هغې کتنه کې  چې  دميچيد روغتيايي ټولنې نن  له غرمې وروسته دجمهوري  رياست له سرپرست سره لرله  خلکو ته دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې دافغانستان له دولت سره دهمکاري ددوام دژمنې په ترڅ کې په دې برخه کې ځينې شته  ستونزې او ناخوالې هم په  ګوته کړې.دوى په دې بيان سره  چې دافغانستان  په سلو کې څه دپاسه پنځه ويشت خلک په روغتيايي خدمتونو برلاسي  نلري دروغتيايي شبکو په برخه کې  . دخصوصي سکتور دکړنو دڅرنګوالي اوپه دې برخه کې پانګونې ته  ددولت   په ځانګړې پاملرنې ، دزياتې بودجې په بيلولو ، دکابل ښار په لويديځ کې دروغتيايي مرکزونو په زياتوالې او دپوليو له ناروغۍ سره په مبارزې باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته