خبرونهاقتصادټولنه

کندوز کې د څلورو پروژو چارې پیل شوې

کابل, د لېندۍ ۹ مه, باختر
د کندز سیمه ییزو مسوولسنو په دغه ولایت کې د ۴ پروژو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د کندز پوهنتون رییس مولوي عبدالهادي همت باخترآژانس ته ويلي چې په دغه پوهنتون کې د لوړو زدکړو وزارت لخوا د ۱۶ ملیونه افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو چارې پیل شوې دي.
د هغه په وینا دغه پروژې چې د موټرو پارکینګ جوړول، د اوبو ذخیرې جوړول، د پوهنتون داخلي جومات پراختیا او د دیني جامعې ریاست بیارغول دي چارې یې پرون رسما پیل شوې.
د یادونې وړ ده اوسمهال په دغه ولايت کې ګڼ شمېر پراختیايي پروژې هم تر کار لاندې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته