خبرونهاقتصادټولنه

کندز ته د کار په بدل کې یوزرو څلورسوه نولس ټنه غنم ولېږدول شول

کابل/ د کب ١٣ مه / باختر

یوزرو څلورسوه نولس ټنه غنم د کار په بدل کې کندز ته لېږدول شو او ټاکل شوې چې دغه پروګرام په راتلونکو ورځو کې د کندز په مرکز او ولسوالیو کې په سهميه بندۍ په ويش سره پیل شي.

د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې، په غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کندز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس مولوي امان الله حسن وويل: دغه پروګرام به د کار په بدل کې ترسره شي.

هغه وويل، دغه پروګرام د يوې کمېټې له خوا چې مشري يې د کندز والي او د اړوندو ادارو يو شمېر چارواکي کوي، پرمخ وړل کېږي.

د کندز والي ملا نثار احمد نصرت دغه پروګرام په اوسنيو شرايطو کې د بېوزلۍ او لوږې په راکمولو کې مهم او اغيزمن وباله او په دغه ولايت کې يې د اړوندو ادارو له خوا د دغه پروګرام د لا زيات شفافيت پر اړتيا ټينګار وکړ.

د کندزوالي له مسوولينو وغوښتل، چې د غنمو په بدل کې اړمن کسان په کاري پلانونو کې شامل کړي.

دا پروګرام په کندز کې په داسې حال کې پیل شو چې خیریه موسسې له چارواکو سره په دغه ولایت کې د بېوزلۍ د کمولو لپاره کار ته دوام ورکوي او اړمنو کسانو ته بشري مرستې برابروي.

\ ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته