امنیت

پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٨ :
امنيتي ځواکونو پرون  دخپلو امنيتي فعاليتونو په بهيرکې پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل  .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو د کونړ، ننګرهار ، کندز، غور ، زابل ، پکتيکا اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې يولړ فعاليتونه ترسره کړل  چې له امله يې  پنځه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول ،  اووه تنه ټپيان  او پنځه تنه نور يې ونيول شول او يوه اندازه  سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي او لس ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.
ديادونې وړ ده  چې په وژل شويو کسانو کې  په ماموت مشهور د جمعه خان په نامه دطالبانو يو قوماندان  هم شامل دى . او په هلمند ولايت کې وسله والو طالبانو ته  دسر دروند زيان اوښتى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته