خبرونهټولنه

کابل کې د ۱۶ میلیونو افغانیو په لګښت دوه سړکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د ۴م ګذر په سره مېنه او د ۱۳م ګذر د نوې پروژې په دویم مارکېټ سیمه کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د دغو سړکونو د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي په دې اړه وویل چې په ۴م  ګذر کې سړک ۵۳۲ متره اوږدوالی او ۹متره سور لري چې د ۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت او په ۱۳م ګذر کې سړک ۳۵۷ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري چې د لښتيو په ګډون د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لکښت د ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه دغه پروژې ښاریانو ته د آسانتیاوو او کاري بوختیاوو د رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته