خبرونهاقتصادټولنهTOP

کابل؛ د قلعه شانان د نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني کارونه پيل شول

کابل، د وري ۱۵مه، باختر

د کابل ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د دولسمې او یوویشتمې ناحیو اړوند د قلعه زمان خان له شپیته متره سړک څخه د حربي پوهنتون مخې ته د کابل – جلال آباد تر سړک پورې د قلعه شانان د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو لومړني کارونه پیل شول.

دغې ادارې ویلي چې دغه سړک ٢١٠٣متره اوږدوالى او ۳۰ متره سور لري، د اوبو د یوه کانال او د يوه معياري سړک د ټولو جزئياتو په ګډون به د يوه کاري کال په موده کې په اساسي توګه جوړ او ورسره جوخت به د کابل – جلال اباد له سړک څخه د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه او د ګاونډیو سیمو اوسېدونکو ته به ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.

د دې نښلوونکي سړک جوړول، د کابل ښار د اقتصادي ودې لپاره د طرحه شوي ماسټر پلان له مخې ترسره کېږي.

په ورته وخت کې د دغه سړک په اوږدو کې د خنډونو (تر استملاک لاندې ملکیتونو) په پاکولو کار روان دی او ۵۲ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د  استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته حقوق ورکړل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته