خبرونهTOPټولنهروغتیا

ډاکټر عباد: د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي

کابل، د مرغومي ۱۴مه، باختر

د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد، د نورستان له یو شمېر مشرانو سره وکتل.

باختر آژانس ته د عامې روغتیا وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د دغه وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ معین ډاکټر محمد حسن غیاثي او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معین حبیب الله آخندزاده حامد هم حاضر وو؛ د نورستان مشرانو د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه مننه کړې چې په تېرو دوو کلونو کې یې روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې او د ناروغانو د درملنې په موخه یې نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم، یادو مشرانو ته ډاډ ورکړی چې د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي د هېواد په ټولو نږدې او لرې پرتو سیمو کې هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته