خبرونهنړۍ

پوتین نن خپل ولس ته وینا کوي

نړۍ، د کب ۱۰ مه، بهرنۍ رسنۍ

د روسي رسنیو د راپورونو په حواله ټاکل شوې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین نن پنجشنبې په ځایي وخت ماسپښین د دغه هېواد فدرالي مجلس کې خپلو خلکو ته وینا وکړي.

د کرېملېن ویاند دیمتري پسکوف ویلي، چې د دغې وینا متن په خپله پوتین ترتیب کړی او د ترتیب په لړ کې یې له خپلو وزیرانو، سلاکارانو ، لومړي وزیر او نورو سره مشورې او ټلفوني خبرې کړې دي.

دا د نوې روسیې په تاریخ کې ۲۹ مه او د ولسمشر پوتین ۱۹ ملي وینا ده، چې ولس ته به وشي.

د دغې وینا د محتویاتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو انګېرنه دا ده، چې ممکن پوتین د روسیې د خلکو پر اوسني وضعیت، اوکراین کې روانو عملیاتو او ځینو نورو مسایلو باندې بحث وکړي.

پوتین دغه وینا په داسې مهال کوي، چې د روسیې ولسمشریزې ټاکنې راروانې دي او نوموړی دا ځل د یو خپلواک نوماند په توګه ټاکنو ته ولاړ دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته