اقتصاد

په پروان کې دانګورو دپروسس فابريکه جوړيږي

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٨ :
دپروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې دانګورو اومميزو دپروسس دفابريکې د جوړولو کارپرون  دملي وحدت دحکومت داجرائيه رئيس په ګډون پيل شو.
ددغې فابريکې دبنسټ دډبرې دايښودلو په مراسمو کې  دملي وحدت دحکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  ، دسود اګرۍ اوصنايعو وزير همايون رسا ، دپروان والي  محمدعاصم عاصم ، لوړ رتبه دولتي مقاماتو ، دخلکو وکيلانو  اوپانګه والو ګډون کړى وو.
دغه فابريکه دبګرام په باريک آب کې دبوستان سبز دکرنې او مالدارۍ  دشرکت په انګړ کې جوړيږي.
دغه فابريکه  دڅلورو مليونو ډالرو په لومړنۍ پانګه دبوستان سبز دکرنې او مالدارۍ دشرکت  اودکرنې وزارت   دکار دي-  اف  په مالي او تخنيکي همکارۍ  جوړيږي  چې دکار له بشپړولو  او ددستګاو له درولو وروسته  په څلورو مياشتو کې په فعاليت پيل کوي.
دبوستان دشرکت رئيس  ډاکتر اکرم فاضل باخترآژانس ته وويل ؛ ددغې فابريکې  ماشينونه داروپا او امريکا په ستندردونو  جوړشوي دي اوپه يوه ساعت کې  دلس متريک ټنو ميوو دپروسس اوپه خالص جوس او عصارې  دهغو دبدلولو ،  دپنځه متريک ټنو انګورو  اوپه مميزو دهغو دبدلولو  او دمميزو دپروسس دظرفيت په يوه ساعت کې لري او دورځې دوه سوه متريک ټنو توليدو ظرفيت لري.
ده  زياته کړه :دبوستان سبز شرکت  ژمن دى چې په لومړي کال کې  اته زره متريک ټنه  تازه انګور  اويوولس زره دوه سوه پنځوس ټنه مميز دپروان ، کاپيسا او دکابل دولايتونو  له بڼوالو څخه وپيري او دغه بهير دبرياليتوب په صورت کې  دبڼوالو دمحصولاتو دپيرودنې بهير زياتيږي.
په  همدې حال کې دپروان والي محمد آصف عاصم عاصم  ددغې فابريکې جوړول دپروان خلکو ته  يو ستر اقتصادي اقدام وباله او ويې ويل  چې پروان  دکرنې اوپانګه اچونې دودې لپاره مناسب  چاپيريال لري خوپه پروان ولايت کې ددولتي ځمکو  او عامه املاکو غصبول  ددغه  ولايت دسيمه ييز حکومت په وړاندې له مهمو چلنجونو څخه دي.
دپروان والي  ددولتي ځمکو ساتنه دټولو مسووليت وباله او دمرکزي حکومت له مقاماتو  او خلکو څخه يې وغوښتل چې په دې برخه کې  جدي پاملرنه وکړي.
دغه راز دملي وحدت دحکومت اجرائيه رئيس ددې ترڅنګ چې دبوستان سبز شرکت له پانګې اچونې څخه يې مننه وکړه دکرنې اوسوداګرۍ دخصوصي سکتور وده يې  دنشه يي توکو دکرکيلې  يوازينې بديله لاره وبلله چې په دې برخه کې  دولت دخصوصي سکتور ملاتړ کوي.
په دې مراسمو کې دسوداګرۍ اوصنايعو وزير  او دکرنې او اوبولګولو وزارت معين دسوداګرۍ اوکرنې دودې په باب خبرې وکړې .
ويل کيږي  چې ددغي فابريکې په فعاليدوسره   درې سوو تنو تنه په مستقيم
ډول  او زرګونو تنو نورو ته په غير مستقيم ډول دکار موندنې زمينه برابريږي او دغه راز  دانګورو او مميزو دپلورنې له پلوه بڼوالو ته په بګرام ولسوالۍ اود پروان  دنورو سيمو بزګرانو ته  هم ګټه رسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته