خبرونهاقتصادټولنه

په کندهار کې د یوه چکډېم د جوړولو کار پیل شو

کابل، د سلواغې ۲۰مه، باختر
د کندهار ولایت په غورک ولسوالۍ کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو کار پیل شو.
د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالي سمون باختر آژانس ته ویلي چې د غورک ولسوالۍ په خان کارېز سیمه کې د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ مترو په اوږدوالي او څلور مترو په سور د یوه چکډېم د جوړولو کار پیل شوی دی.
سمون زیاته کړه، دغه جوړېدونکی چکډېم د هغو چکډېمونو له جملې څخه دی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د هېواد په ټولو ولسوالیو کې منظور شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته