خبرونهامنیت

په کندهار، هرات او فراه کې څه باندې درې زره کیلوګرامه قاچاقي توکي ترلاسه شول

کابل، د کب ۲۷مه، باختر

د کندهار، هرات او فراه په ځینو سیمو کې څه باندې درې زره کیلوګرامه بېلابېل قاچاقي توکي ترلاسه شوي دي.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کندهار، هرات او فراه ولایتونو د ګمرکونو د ګرځنده څارنې کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې یوه اندازه قاچاقي توکي ترلاسه کړي، چې ټاکل شوې وه په پټه هېواد ته راولېږدول شي.

په ترلاسه شویو توکو کې ۲۵۰۰ کیلوګرامه پاکستاني دال، ۷۷۰ کیلوګرامه نخود، ۱۴۸ بستې رُب، ۷۵ کارټنه چاکلېټ او ۱۲۳ بستې خرما شامله ده.

ویل شوي چې ترلاسه شوي توکي د نورو اجراآتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

تر دې وړاندې هم، مالیې وزارت د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو قاچاقي توکو د ترلاسه کېدو خبر ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته