کابل/ د وري٨ مه / باختر
د “ان.اس. ډي. او” موسسې په کندز کې پر ۲۷۰ متشبثو ښځو کرنیز وسایل وویشل.
د یادې موسسې د سيمه ييز دفتر مسوول حفيظ الله رسولي د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو کرنيزو وسايلو کې بيل، تشت، اوبه پاشونکی، اونګ، ميز، غلتک، د د کېمې ماشین، قيف، تراشک، دیګ او د حشراتو ضد درمل شامل دي چې د کندز په مرکز او امام صاحب ولسوالۍ کې پر ۲۷۰ ښځو وویشل شول.
د “ان.اس. ډي. او” موسسې د مرکزي دفترمسوول محمد عیسی عاطف د کرنیزو وسایلو د وېش موخه په کلیو کې د کورنیو د اقتصادي کچې لوړول یاد کړل.
د يادونې وړ ده، چې دغه دفتر تر دې وړاندې هم پر متشبثو ښځو د سبو تخم وېشلې و.
د یو بل خبر له مخې؛ د کندز په دشت ارچي او خان اباد ولسوالیو کې د کار په بدل کې د غنمو وېش نن پیل شوی او ټاکل شوې چې دغه غنم پرهغو کسانو ووېشل شي چې په یاد پروګرام کې کار کوي.
\ ذ